په افغانستان کې د ځمکني سیاست زولنې چا ماتې کړې؟
د تېرې ادارې په اوږدو کې څه وشول؟
د مخکیني اسلامي امارت له ړنګېدو وروسته د نړیوالو کفري نظامونو ترڅنګ، د افغانستان ځینو سیاسي مشرانو هم تلوسه لرله؛ چې هېواد په دوه برخو تقسیم او هر ګوند ته پکې جلا ونډه ورکړل شي.
مودې وروسته د غلامې ادارې مشري د «حامد کرزي» په نوم اعلان او د موقت لپاره د افغانستان ولسمشر شو. کرزي لا له وړاندې له بهرنیانو سره په دې هوکړه کړې وه چې د هېواد په بنسټيزه – سیاسي چارو کې دې دده واک په نشت حساب وي، همدا خبره وه؛ چې نوموړي څو ځله په غونډو کې دا مریکایانو له وجې په سټېج وژړل.
غدارانو په سیمه کې له ډول-ډول بمباریو او وسلو کار واخیست، د سختو جګړو ترڅنګ، په میدان وردګو ولایت کې د دوی ځانګړو ځواکونو (Special force) له لوري، لسګونه ژوندي انسانان تر خاورو لاندې کړل، د بشر ضد عملیاتو په نتیجه کې د سیمې خلک ښاغلي کرزي ته د عاملینو د مجازات په موخه ورغلل، سپین ږیرو د ارګ ماڼۍ مخې ته په شپو انتظار وکړ؛ خو د کرزي ځواب د کمزورۍ ښکارندویي کوله، نوموړي د منفي دلایلو تر څنګ ور غبرګه کړه ((له بهرنیانو به ددې عملیاتو د بندیز غوښتنه وکړم، اما د مجازاتو درسره ژمنه نشم کولای)) هماغسې وشول، د رسنیو له لوري د بهرنیو ځواکونو قومندان د لسګونو افغانانو وینې په یوه جمله (Sorry) سره حل کړې.
د پرځول شوې ادارې په مشرۍ په سیمه کې د ربړو نورې برخې هم وې، چې له جګړې ور هاخوا تر بمباریو بدترې وې، دننه په پلازمېنه او سرحدي ولایتونو کې د قاچاقبرانو او انسان تښتوونکو مخفي او ښکاره مرکزونه ایجادول، په ټولنه کې خلک په غیري اخلاقي لارو د مادیاتو په پیدا کولو، هېواد په شمالي او جنوبي برخو د وېشلو توطيې، د مذهبونو او ژبني بنیادي تفرقو ته زمینه برابرول، د اسلام په فورم کې غربي کلتور ته د ښځو چکچکې وهل، د پارلمان په نوم د هغو تاجرو په نښه کول چې د هېواد په اقتصادي او رغنیزه چارو کې یې خورا مهم رول لوباوه.
د دې زهرجنو پېښو پر وړاندې اسلامي امارت په سپېڅلي جهاد زور واچاوه، جمهوریت پالو ددې تر څنګ د سولې په نوم پرلتونه او قومي جرګې جوړې کړې، له نړیوالو هېوادونو یې د سولې په نوم په میلیونونو امریکایي ډالر تر لاسه کړل، چې دا تشه ډنډوره یې بیا په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې لا ګرمه کړه، له جنوب تر شماله د خلکو پلی مزل کولو باندې یې لکونه ډالر مصرف کړل، څو اسلامي امارت مجاهدین له جګړو لاس په سر شي. لاسپوڅو غوښتل چې له دې لارې سپېڅلې مبارزه بدنامه کړي، څو د نړیوالې اجماع فکر د اسلامي امارت په طرف را واړوي.
جمهوریت پالو خپله بقا د اشغالګرو په سیوري کې لیدله، چې د منفي نتایجو په صورت کې یې د غچ په موخه ډېر افغانان په کرغېړن زندان محکمه کړل. له بده مرغه ددې ناشونو کړنو تر څنګ، په نړیواله کچه لاسپوڅو د هېواد په لویو برخلیکونو کې هم منفي رول لوبولو. د اشغالګرو له خروج څو ورځې وروسته، د هېواد په شمالي هېوادونو کې افغانستان ته د ناحقه دښمنیو رامنځته کولو په موخه، د تېښتې په ورستیو شېبو کې د رزالت نمونه هم وزېږوله، دوی په ګاونډي هېوادونو کې د افغانستان نظامي تجهیزات پرېښول، څو ګاونډي هېواد سره د افغانستان لاسبري نظام (اسلامي امارت) لاس او ګرېوان شي.
دا چې په کورني چارو کې د وخت غلامانو څه وکړل، د قضاوت په اړه یې افغانان ښه پوهیږي.
بدبختانه! افغانستان څه باندې شل کاله د نړیوالو غدارانو د فوټبال میدان ګرځېدلی وو، له داخلي ربړو ور هاخوا، ګاونډیو هېوادونو ته له دې خاورې بېلابېلې دسیسې په لاره اچول شوې وې، قاچاقبر، انسان تښتوونکي، کابل د مافیایي کړیو د ساتنې په موخه په لوی مرکز بدلېدل، په هېواد کې د ګاونډي هېوادونو لپاره د امریکا رسمي نظامي هډو جوړېدو طرحه، او دې ورته نور ناوړه کړنې یې د همسایه هېوادونو لپاره سرخوږی وو.
غربیان په آسیا کې د ځمکني تمامیت له ګواښ سره د مخکېدلو په موخه د اسلام بنیادي منابعو په ورک کولو بوخته وه، چې مجاهدین یې لومړی ټارګېټ وو.
امریکا او ناټو یرغلګرو هېوادونو چې افغانستان کې یې د کلونو جګړې وروسته د جګړې غځېدا قوت وبایله او اسلامي امارت مجاهدینو او افغان ملت پر وړاندې یې زور اوبه او نظامي ځواک کمزوری شه؛ اړ شول، چې د سیاسي مذاکراتو له لارې افغانستان کې د دوی تر ټول اوږده جګړه پای ته ورسوي او د ژر او خوندي وتلو لار ومومي.
د دې له امله امریکا اړه شوه، چې د لا نورې نظامي ماتې او نړېوال سټېج کې د لا سیاسي زوال مخنیوي په موخه اسلامي امارت سره مذاکرات پیل کړي.
هوکــې! د ۱۳۹۸ هـ -ش کال د کب میاشتې په لسمه نېټه، د ولس له منځه افغان بچي ملا برادر اخند په مشرۍ- د دوحې تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو نظامي اهداف ختم او د ګاونډیو هېوادونو لپاره یې د امریکا نظامي پروژې له ریښو سره ورکې کړې.
امریکا د نړۍ ګڼو سیاسي چارواکو او وزیرانو پر وړاندې د جګړې له ګرم ډګره د مېز مخ ته راکش شول، چې په دې تړون سره د افغان یتیمانو اوښکې ودرېدې، اسلامي امارت وکولای شول چې د نړیوالو له مکره ډک اعتبار زیانمن او مخ پر رکود روان کړي، د شلمې پېړۍ د دویمې لسیزې په وروستیو کې افغانستان د طالبانو بیا واک ته رسېدل نه یواځې د افغانستان لپاره ګټور وو؛ بلکې د سیمې او ګاونډي هېوادونو لپاره د بري راز هم دی.
باوجود د دومره زهرجنو پېښو طالبانو د عادلانه حکومت لپاره اړینه وبلله، چې د افغانانو سیاسي قوت را ژوندی کړي او د غچ اخیستنې انتقام په بښنه بدل کړي، او دا تر ټولو عادلانه حل لاره وه، چې په هېواد کې د ډېرو خلکو تشویش رفع، او افغانستان یې په نړیوال چوکاټ کې محوري سیاست ته برابر کړ، څو نړیوالو ته ثابته کړي؛ چې د افغانستان استازیتوب د صله رحمو کسانو په واک کې ده، زمونږ مثبت تعامل به د سیمې لپاره د ډاډ نمونه وي.
اسلامي امارت له لمړیو وختونو په خپل تعهد ولاړ نظام دی، او د افغانستان له داخلي نظم تر څنګ یې، د آسیایي هېوادنو پر وړاندې خپل دریځ عادلانه سیاست لوبول دي. په آسیا کې د داسې مثبتې کارنامې په موخه، ټول افغانان په ګاونډي هېوادونو د حق اداینې په موخه، له افغانستان سره د نېک چلند غوښتنه کوي، او د تأکید په موخه، په ټولو هېوادونو غږ کوي چې په نړیواله ټولنه دې فشار راوړي؛ څو د اسلامي امارت په وړاندې د دوی سیاسي تګلاره کې د ځپل شوي افغان ولس لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي، څو افغانان د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره نړیوال چوکاټ کې د رغنده سیاسي اړیکو پر مخ بیولو برخه کې مهم رول ولري.
په پای کې د کبرجنو سرټيټي- د حق په مقابل کې د باطل سلامـي ستر ویاړ- څلورمه کالیزه دې مبارک وي.