د اووم او اتم ثور حقیقت

د اووم او اتم ثور حقیقت

له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې په ۱۳۵۷ هـ لمریز کال د ثور اوومه هېواد کې د بدبختیو پیلېدونکې ورځ وه.

په دې ورځ خلق دیموکراتيک ګوند د پخواني شوروي اشغالګرو په ملاتړ د سردار محمد دواود خان حکومت وپرځاوه. سردار محمد داوود خان د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د کورنۍ له ۱۸ غړو سره و وژل شو او نظام یې ړنګ شو.

اووم د ثور یوازې هېواد کې د داود خان حکومت له منځه وړل او د اشغال رامنځته کېدل نه وو؛ بلکې له پښو د وطن غورځول او د دې هېواد بچي دربدرۍ او کړاو سره مخ کول وو. له همدې امله ویلی شو، چې د ثور اوومه د افغانانو په ژوند او تاریخ کې د بدمرغيو د پیل ورځ وه.

 

تر دغې ورځې وروسته هېواد کې د شوروي اتحاد اشغال پیل شو. ولسونه مهاجر شول. بې شمېره کونډې او یتیمان یې تر شاه پرېښودل. د شوروي اشغال پر وړاندې د جهاد په ترڅ کې یو نیم میلیون افغانان شهیدان او معلولین شول.

هېواد په یوه وېرانه بدل شو. ملي او اسلامي ارزښتونه په کې پایمال او د افغان وژنې او وطن ورانۍ فاجعه پیل شوه. د پردیو په اشاره څو وطن پلورو د شوروي اتحاد په دې اشغال کې وطن کنډواله او د افغان خاورې ټول معنویات او مادیات یې تس نس کړل. 

تر کودتا وروسته د شوروي اشغال د دوام په لومړیو ۱۶ میاشتو کې نور محمد ترکی، بیا د څو میاشتو لپاره حفیظ الله امین او ورپسې ببرک کارمل د اشغال د ادارې مشرانو په توګه دنده ترسره کړه، چې د اشغال ادارې وروستی واکمن ډاکټر نجیب و.

 

ډاکټر نجیب له واکمنۍ وړاندې چې د خاد رییس وو، په زرګونه تنه انسانان یې شهیدان، بندیان او د زندان په جریان کې یې په مختلف ډول شکنجه کړل. نوموړي د اکسا او خاد ریاست پرمهال ۵ زره لوستي افغانان تري تم کړل.

 

نجیب په ۱۳۵۷ کال د حوت پر ۲۴ مه هرات کې ۲۴ زره هغه افغانان ووژل، چې په هرات کې د ولسي پاڅون په توګه د کمونستي رژیم پر وړاندي راپورته شوي وو. په همدې کال کې یې د بګرام په هوايي ډګر کې ۲ سوه او د خوست په ۲۵مه فرقه کې ۱۳۳ صاحب منصبان په ډله ییزه توګه ووژل. دغه راز یې د کونړ په کرهاله کې تر زرو ډېر بې ګناه انسانان ووژل. تر دې سربېره ډاکټر نجیب په نورو ګڼو ولایاتو کې هم ډله ییزې وژنې وکړې. 

 

دې وروستیو کې د هالنډ یوه څارنوال د امان الله عثمان له درکه د هغو زرګونه وژل شویو کسانو لېست خپور کړی، چې په افغانستان کې تر کمونستي کودتا وروسته د کمونستانو لخوا وژل شوي وو. دغه راپور اوس هم په انټرنیټ کې موجود دی. له بده مرغه زموږ یو شمېر ځوانان چې د ډاکټر نجیب څو مکارانه خبرې یې اورېدلي، د نوموړي د همفکرو تر تبلیغاتي لومو لاندې ګیر دي، خو په حقیقت کې افغانستان سره د ډاکټر نجیب ظلمونه او وحشتونه د هېواد په تاریخ کې کم ساري دي.

 اما د دې خاورې اصیلو بچیو خپل جوړ کورونه او رالویې شوې تاندې ځوانۍ د خپل هېواد د آزادۍ لپاره خاورې کړې، خو د شوروي اتحاد د اشغال طلسم یې مات کړ او بلاخره په کال ۱۳۷۱ هـ لمریز باندې د ثور پر اتمې د ډاکټر نجيب په مشرۍ کمونيستي نظام سقوط او مجاهدين کابل ته دننه شول.

 

د ثور اوومه او اتمه زموږ د هېواد په تاريخ کې هغه ورځې دې، چې يوه مو د خپل هېواد او هېوادوالو په مظلوميت، دربدريو او بدمرغيو باندې ژړوي، خو بله ورځ بیا موږ لپاره له افتخاره ډکه ده. اتم د ثور د آزادۍ او خپلواکۍ هغه سمبول دی، چې په کې د اشغال د خاتمې لپاره ډېرو پاک نفسو افغانانو خپل سرونه نذرانه کړل او د هېواد په تاریخ کې یې یرغلګر او مستبد خلک له هېواده وشړل، خو ترې وروسته د یو شمېر بهرنیو دسیسو له امله چې د واک خواهشاتو د وخت مشران سره جوړ نه کړل، د دوی خپلمنځي جګړو له امله پر افغانانو د خدای تعالی له لوري د یو بل ناورین امتحان پیل شو.

 

جهادي رهبرانو د واک پر سر د خپلمنځي اختلافاتو له امله ونه کړای شو، چې یو پیاوړی، متحد او دوامداره حکومت راتلونکي نسل ته په میراث کې پرېږدي. 

د دوی له اختلافاتو ځینو ګاونډیو او غربي هېوادونو د خپلو موخو لپاره ګټه واخېسته او څو لسیزې یې افغان ولس په دربدرۍ او کړاو کې ښکېل کړ.

دغه حرج او مرج د تنظیمي او د ملک الطوایفي نظامونو په منځته راتګ باندې منتج شو. 

 

خپلمنځي ګډوډیو کې تر اشغال ډېر ولسونه کډوال او بې شمېره کونډې او یتیمان یې ترشا پاتې شول. دې وخت کې یو وار بیا هېواد په یوه بې سرپرسته او ویرانه سیمې بدل شو.

اووم او اتم د ثور دواړه زموږ لپاره تاریخي درس دی، چې اسلامي امارت د تاریخ له دې پړاوونو څخه ډېر څۀ اخیستي.

 

تاریخ د پاک نفسه قاضي او بې رحمه استاد په څېر هر څه راتلونکو نسلونو ته سپاري. موږ به راتلونکي نسل ته آباد افغانستان د اسلامي شریعت تر چوکاټ لاندې هغه وخت پرېږدو، چې د ودان، یو موټي او سرلوړي افغانستان لپاره ټول په ګډه کار وکړو. د دې کار لپاره اسلامي امارت په ډېر اخلاص مټې بډوهلي.

 

د اسلامي امارت مدبر او بریالی سیاست د دې ګواهي ورکوي، چې نور به دلته تېرې ترخې تجربې تکرار نه شي. لکه څه ډول یې چې د ناټو د اشغال تر خاتمې وروسته د امنیتي، اقتصادي او نورو برخو په کنټرول کې دا خبره تر اثباته ورسوله.

کۀ اوسنۍ هڅې همدا ډول مخته لاړې شي،  لرې نه ده چې د افغانستان ژور ټپونه او بدمرغۍ د همدې اسلامي امارت تر یو قیادت لاندې ډېر ژر مرهم او دوا وګرځي. بیا به د دې خاورې بچي په هر ډګر کې د خپل هېواد او اسلام مشترکو دښمنانو هر تیري ته د غاښ ماتوونکي ځواب لپاره مستحکم او مضبوط وي. ان شاءالله