د غزې جګړه ۶۵۰مې ورځې ته دننه شوه، مرګ ژوبله یې تر ۱۹۸ زرو واوښته

د غزې جګړه ۶۵۰مې ورځې ته دننه شوه، مرګ ژوبله یې تر ۱۹۸ زرو واوښته نړۍ
د غزې ۶۵۰ ورځې جګړې پاتې شونې

غزې رسنیو مرکز تازه غزه کې د ۶۵۰ ورځو جګړو ارقام رسنیز کړي.

یاد مرکز ویلي، اشغالګر اسرائیلو د امریکا په سیاسي او نظامي ملاتړ او د نړۍ‌والي ټولنې په چوپتیا غوره کېدو سره د ځمکي او هوا له لارې د ۶۵۰ مې ورځې لپاره هم غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکړی.

د بې سارې لوږې حاکمول بې ځایه کول نورې هغه لارې دي، چې د غزې میلیونونو انسانانو ژوند یې متاثره کړي.

د غزې رسنیو مرکز راپور کې راغلي، ۶۵۰ ورځنۍ جګړه کې تر دې مهال ۱۹۸زره او ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۵۸زره ۵۷۳تنه شهیدان او ۱۳۹زره ۶۰۷ نور ټپیان دي.

یاده موده کې ۱۱زره فلسطینیان لادرکه شوي او ۲۵۰۰ کورنۍ په بشپړ ډول له منځه وړل شوې دي.

دغه راز د ۶۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د غزې ۸۸ سلنه ودانۍ او ابادۍ هم له منځته تللې دي.

تړلي موضوعات