د ا.ا.ا رئیس الوزراء: د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه هم نه حل کېږي

د ا.ا.ا رئیس الوزراء: د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه هم نه حل کېږي افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند نن د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او مل پلاوي سره کتنه کې ویلي، چې د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه هم نه حل کېږي.

ملا محمد حسن اخند زیاته کړې، له الله تعالی څخه غواړم چې موږ ته توفیق راکړي، ترڅو ستونزې او ننګونې په حسن نېت، تفاهم، همکاري، وروري او ښه ګاونډیتوب حل کړو.

نوموړي همداراز هیله څرګنده کړې چې د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په ځانګړې توګه هېواد ته د افغان مهاجرینو په راستنېدلو کې د دواړو لوریو کوښښونه موثر واقع شي.

د یادونې وړ ده، چې نن کابل کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه.

تړلي موضوعات