غزه کې د جګړې ۶۲۹ مه ورځ؛ د ورک شویو فلسطیني وګړو شمېر تر ۱۱زرو واوښت
د غزې رسنیو مرکز په تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې اشغالګر رژیم د امریکا په سیاسي او پوځي ملاتړ د نړېوالو چوپتیا سره د ځکمي او هوا له لارې بریدونو د لوږې حاکمولو او جبري بې ځایه کولو له لارې نسل وژني ته دوام ورکوي.
د غزې روغتیا وزارت تازه ویلي، تېرو ۲۴ساعتونو کې د اشغالګر ځواکونو په بریدونو کې ۸۰ تنه شهیدان او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي.
د غزې رسنیو د راپور له مخې د غزې ۶۲۹ ورځنۍ جګړه کې د شهیدانو شمېر۵۶زره ۱۵۶ تنو او د ټپیانو شمېر ۱۳۲زره ۲۳۹تنو ته ورسېد.
راپور کې ویل شوي، چې په همدې موده کې د ورک شویو فلسطینیانو شمېر هم ۱۱زره تنو ته رسېدلی.
تر جګړې ور ها خوا د غزې بشپړه کلابندي، د لوږې حاکمول او جبري کډوالۍ نور هغه څه دي، چې د ۲ میلیونه وکړو ژوند یې اغېزمن او له کړاو سره مخ کړی.