افغان ویاند نړېوالې محکمې ته: ستاسې څرګندونې اوتې بوتې دي؛ موږ ستاسې په نوم کوم بنسټ نه پېژنو
د افغان حکومت ویاند د نړېوالې جنايي محکمې وروستۍ پرېکړې ته توند غبرګون کې ویلي، چې ستاسې داسې اعلانونه او اوتې بوتې د اسلامي امارت پر کلک هوډ او شرعي موقف کوم تاثیر نه شي کولی.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې موږ د نړېوالې جنايي محکمې په نوم کوم بنسټ نه پېژنو نه ځان ورته مکلف ګڼو.
د یادونې وړ ده، چې نړېوالې جنايي محکمې تازه دوه ساعته وړاندې اعلان وکړ، چې د دې محکمې پرېکړې له مخې دې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه شیخ القران و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده او د افغانستان سترې محکمې رئیس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني ونیول شي، چې لامل یې د دوی له لوري د ښځو حقونو نقض ښودل شوی.