د کابل او استانې ترمنځ د پروازنونو پر پیل خبرې شوې
د ټرانسپورټ وزارت د واټ ټرانسپورت معین ملا عبدالسلام حیدري د قزاقستان ټرانسپورټ وزارت مرستیال کالیاکپاروف ماکسات سره کتلي.
د ټرانسپورټ وزارت خبر ورکړی، دې کتنه کې دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو، دواړو هېوادونو ترمنځ د نړۍوال واټ ټرانسپورټ لېږد را لیږد هوکړې او د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو پروازونو پر پیل خبرې کړې.
ملا عبدالسلام حیدري قزاقستان سره ټرانسپورټي اړیکې له سیمې او نړۍ سره همکاریو پیاوړتیا په اړه د افغانستان ستراتیژۍ مهمه برخه بللې، په خبره یې، د دې هوکړو عملي کول به د دواړو هېوادونو او سیمې سره په سوداګریزو او ټرانزیټي راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
بلخوا د قزاقستان ټرانسپورټ وزارت مرستیال هم افغانستان سره د ټرانسپورټ برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.