ا.ا نږدې پنځه زره کډوالو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشلې

ا.ا نږدې پنځه زره کډوالو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشلې افغانستان
د هېواد ته په بیرته راستنېدونکو کډوالو مرستې ووېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ یې ۴زره ۹۵۴ کډوالې کورنۍ چې تازه له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوې نغدي مرستې وېشلې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې په دغو کورنیو ۴۲میلیونه ۸۶۳ زره افغانۍ وېشل شوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په خبره، یوازې تېره ورځ تر ۳۰ زرو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ هم یاد کمېسیون راپور ورکړی وه، چې د اسلام کلا او ورېښمو پل له لارې ۲۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات