چین کې د اوسپنې پټلۍ ۱۲مه نړۍ‌واله ناسته د افغان پلاوي په شتون کې ترسره شوه

چین کې د اوسپنې پټلۍ ۱۲مه نړۍ‌واله ناسته د افغان پلاوي په شتون کې ترسره شوه افغانستان
چین کې د اوسپنې پټلۍ نړۍ‌واله غونډه

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلي مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده چې د یو پلاوي مشرۍ چین ته تللی د اوسپنې نړېوالې اتحادیي (UIC) ۱۲مه غونډه کې ګډون کړی.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، دغه نړېواله ناسته د چین لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ ترسره شوه چې تر ۶۰ زیاتو هېوادونو استازو په کې ګډون کړی وو.

د حق شناس په خبره، یاده ناسته کې د وروستیو بدلونونو، پرمختګونو، ظرفیتونو لوړولو او اوسپنې پټلۍ برخه کې له پرمختللې ټکنالوژۍ استفادې کولو باندې مفصل بحثونه شوي دي.

د یادونې ده، چې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د اوسپنې پټلۍ نړۍ‌والې اتحادیي(UIC) غړیتوب ترلاسه کړ او اوس هڅه کوي خپلې ریلي شبکې ته پراختیا ورکړي.

تړلي موضوعات