بدخشان کې د لوی پامیر سړک جوړولو چارې پیل شوې

بدخشان کې د لوی پامیر سړک جوړولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
بدخشان کې د لوی پامیر د سړک جوړولو چارې پیل شوې

د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر په لارښوونه بدخشان کې لوی پامیر لپاره د ۱۲۰ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پیل شوې.

د ملي دفاع وزارت فوق العاده لواء انجنیر نقیب الله فرقاني حریت راډیو ته ویلي، د یاد سړک جوړونې چارې د ملي دفاع وزارت کاري ټیم له لوري پیل شوې دي.

د فرقاني په خبره، تر اوسه د دې سړک ۴ کیلومټره جغل اچونې او هوارولو کارونه بشپړ شوي دي.

له ګازخان پیل تر پامیر کلینیک غځېدلي د دغه ۱۲۰ کیلومټره اوږد سړک چارې به په څلورو میاشتو کې بشپړې او د پامیر ۳۰۰ قرغیزي کورنیو ته به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

 لوی پامیر د افغانستان له لرې پرتو سیمو ده، چې دغې سیمې ته د حکومت له لوري د سړک جوړول بې مخینې دي.

د یادونې ده، چې دغه سړک به لوی پامیر کې د روغیتا، زده‌کړو او مخابراتي خدمتونو چټکتیا ته هم لار هواره کړي.

تړلي موضوعات