حوثي ځواکونو یو ځل بیا د بالسټیک توغندي پر مټ د اسرائیلو هوايي ډګر په نښه کړ
د یمن حوثي وسله والو ځواکونو ویاند څو شېبې وړاندې خبر ورکړ، چې د اسرائیلو نړېوال بن ګوریون هوايي ډګر یې د «فلسطین۲» هایپرسونیک بالسټیک توغندي پر مټ په نښه کړی دی.
د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې دا بالسټیک توغندی په بریالي توګه په خپل هدف لګېدلی دی او د اسرائیلي اشغالګرو هوايي ډګر فعالیتونه یې درولي دي.
ښاغلي سریع ویلي، چې دا عملیات یې د غزې پر ننګه او هلته روانو اسرائیلي وحشتونو په غبرګون کې کړي دي.
حوثیانو تازه د غزې مظلوم ولس ته ویلي، چې ستاسې وروڼه، خویندې او شریکان دلته په یمن کې ستاسې ترڅنګ ولاړ دي او هر څه به قربانوي څو د خپل دین او ارزښتونو فریضه ادا کړي.
د یادونې وړ ده، چې حوثي وسله وال ځواکونه د نړۍ په کچه یوازینی مسلمان ځواک دی چې لا هم د پراخو عملیاتو له لارې د غزې ملاتړ ته دوام ورکوي او پر اسرائیلي اهدافو خپل بریدونه جاري ساتي.