د حج فریضې ادا کولو په موخه لومړۍ ډله افغانان سعودي عربستان ته لاړل
<
دغه لومړۍ ډله کې ٢٣٠ تنه افغانان تېره شپه د کابل له نړۍوال هوایي ډګره د حج مراسمو ادا کولو په موخه مدینې منورې ته ولاړل.
چارواکي وایي، حاجیانو ته یې د هېواد هوایي ډګرونو او کوربه هېواد کې د روغتیایي چارو په ګډون ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.