بلخ کې د بې اسناده دولتي وسلو او رزرهې موټرو د ثبت او مهرلاک بهیر پیل شوی
<
د بلخ ولایت ځایي مسئولین وایي، په دې ولایت کې یې د بې اسناده دولتي وسلو او زرهې موټرو د ثبت لړۍ پیل کړې، چې موخه یې په دولتي مسؤولینو د قانون پلي کول دي. مسؤولینو په دې ولایت کې د اسلامي امارت له ټولو دولتي لوړ پوړو او ټيټ پوړ غړو څخه غوښتنه کړې خپلې وسلې او وسایط ثبت کړي، چې د سرغړونې په صورت کې به یې ورڅخه د ګرځولو جواز واخیستل شي.
په ورته مهال د امنیه قومنداني چارواکو ویلي، چې ددې پروسې په بشپړیدو سره به په مزار شریف ښار کې د جرمونو کچه هم راټیته شي.