زابل کې له شاوخوا ۲۰۰ کسانو څخه د سیرت النبوي ازموینه اخیستل شوې

< ویډيويي راپورونه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت له لوري له کابو ۲۰۰ تنو ځوانانو څخه د سیرت النبوي سیالیو ازموینه اخیستل شوې، چې د لمړي مقام ګټوونکې ته یې ځینې جایزې په نظر کې نیول شوي دي.

د ځوانانو چارو امر عصمت الله شکیب اغا په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، د مطالعه کوونکو ځوانانو لپاره ورته نور پروګرامونه هم په پام کې لري، چې په تر سره کیدو سره به یې د فکري او عقیدوي ظرفیت لوړونې برخه کې غوره بدلون رامنځته شي.


تړلي موضوعات