ټرانس همالیا فورم پنځمه غونډه کې د افغان سفیر ګډون او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ

ټرانس همالیا فورم پنځمه غونډه کې د افغان سفیر ګډون او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ سوداګرۍ او اقتصاد

چین کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې بیجینګ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د ټرانس همالیا فورم پنځمه غونډه کې ګډون او وینا کړې.

سفارت ویلي، چې دې غونډه کې افغان سفیر دغه فورم د سیمه‌ییز اتصال، اقتصاد، اقلیم، انرژۍ او پانګونې لپاره ارزښتناک وباله او د عملي پایلو هیله یې څرګنده کړه.

بلال کریمي ویلي، چې افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی او د ښه ګاونډ، پانګونې او سیمه‌ییزو همکاریو هرکلی کوي.

سفارت زیاته کړې، چې د همالیا فورم غونډه کې نوموړي له بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې افغانستان ته راشي، وضعیت له نژدې وګوري او له فرصتونو ګټه واخلي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت د دوی امنیت ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت چارواکو تل بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو او ډاډمن امنیت ډاډ ورکړی دی، چې دمګړۍ ګڼ بهرني شرکتونه او پانګوال افغانستان کې پانګونې ته لیواله شوي او ځینې عملا په پانګونه بوخت دي.

تړلي موضوعات