غویي میاشت کې د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د راټول شویو ارقامو په بنسټ ویلي، چې تېر ثور یا غویي میاشت کې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه شوې.
د سرچېنې په لېکنه ثور میاشت کې د ټول هېواد په کچه د ۱۰۲ اشاریه ۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي، چې د روان کال اولې میاشتې په پرتله ۱۷ میلیونه زیات دي.
سرچینې د صادراتي توکو نومونه نه دي لیکلي خو ویلي دي چې، تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي.
افغانستان چې تر ډېره بریده په وارداتي برخه متکي دی دا مهال افغان حکومت هڅه کوي د هېواد صادراتو کچه لوړه کړي.