سوریې حکومت: حق لرو، چې د خپل ولس او خاورې دفاع له ټولو ممکنه لارو وکړو
د سوریې بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو غبرګون کې ویلي، چې د سوریې پر خاوره د اسرائیلي اشغالګر رژیم بریدونه د یوې منظمې تګلارې برخه ده، چې غواړي سوریه کې ترینګلتیا، ګډوډۍ او ناامنۍ رامنځته کړي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې موږ اسرائیل د دې کړکېچ زیاتېدو مسؤل ګڼوو او حق لرو، چې د خپلو خلکو، خاورې او حاکمیت دفاع له ټولو ممکنو لارو وکړو.
په خپره کړې اعلامیه کې د سوریې یاد وزارت پر نړېوالې ټولنې او د امنیت پر شورا غږ کړی، چې ژر تر ژره لازم ګامونه پورته کړي څو اسرائیل پرلهپسې یرغلونو ته د پای ټکی کېږدي.
د یادونې وړ ده، پر سوریې د اشغالګرو دا بریدونه وروسته له هغې پیل شول، چې د سوریې حکومت د اسرائیلو له ملاتړ برخمن دروزي وسله والو بغاوت مهار لپاره السویدا ته ځواکونه واستول.