د ا.ا.ا پر سوریې د اسرائیلو بریدونه په کلکه وغندل
د افغانستان اسلامي امارت د سوریې پر خاوره د اسرائیلي اشغالګرو بریدونه په کلکه غندلي دي.
اسلامي امارت ویلي، چې دغه ډول تجاوزونه نه یواځې د یوه خپلواک دولت د حاکمیت نقض دی، بلکې د ټولې سيمې د لا بېثباته کولو او هرج و مرج خپرولو پلان شوی جنايت دی.
د افغانستان اسلامي امارت په سيمه کې پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کړی، چې د دغو تېریو پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي او د اسرائیلي رژیم دغه ډول تجاوزونه ژر تر ژره ودروي او د سوریې د ولس او مشروع حکومت خپلواکۍ ته درناوی ولري.
د یادونې وړ ده، چې له تېرې شپې راهیسې اسرائیلي اشغالګرو د سوریې پر خاوره شاوخوا ۱۶۰ هوايي بریدونه کړي دي.