د دوو اقتصادي قوتونو د تعرفو جنګ لا پراخېږي؛ تازه بیا څه اقدامات شوي؟ ټرمپ خو پېښمان نه دی؟
د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي او سوداګریزه برخه کې یوې بلې جګړې او فشار وسیلې ته د ټرمپ پام اوښتی، چې هغه د تعرفو جنګ دی؛ تازه امریکا او چین په یو بل لګول شوې تعرفې څو برابره لوړې کړې
خو بل لوري ته چې د ټرمپ دې اقدام ته د نړۍ ډېری هېوادونه یو شوي او پر خلاف شوي دي، اوس د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل دریځ پېښمان غوندې ښکاري، چې په يوه تازه اقدام کې یې په ګڼو هېوادونو لګول شوې تعرفې د ٩٠ ورځو لپاره ځنډولې.
د امريکايي رسنيو د راپور له مخې ټرمپ بيا د نورو هېوادونو برعکس په چين لګول شوې ٥٠ سلنه تعرفه ١٢٥ سلنې ته لوړه کړې.
ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل ليکلي، چين باید پوه شي چې د امریکا او نورو هېوادونو ضعيفه کول د منلو نه دي.
ټرمپ داسې مهال د چين پر وړاندې دغه اقدام کړى، چې د نوموړي له لوري په ګڼو هېوادونو تر تعرفو لوړولو وروسته چين هم په ورته اقدام لاس پورې کړ او پر امریکایي توکو یې تعرفه څو برابره زیاته کړې، چې ۸۴ سلنې ته رسېږي.
اقتصادي شنونکي وايي، چې د تعرفو دا جنګ د اقتصادي او سوداګریزې جګړې تر ټولو ګواښوونکي او زیانمنونکي اقدامات دي.