ایراني چاروا کو ته د ټرمپ خبرداری
وروسته له هغې چې د ایران او اسرائیلو جګړه شپږمې ورځې ته وغځېده پر مهال یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران بې قید او شرط تسلیمېدو غوښتنه وکړه.
رویټرز خبري اژانس اسرائیلو کې د سرچینو له قوله ویلي، نن چهارشنبه سهار د ایران له لوري په اسرائیلو دوه توغندي توغول شوي دي.
له تل ابیب اسرائیلي پوځ تایید کړې، چې د زورورو چاودنو غږونه یې اورېدلي.
ټرمپ پرون سه شنبه په ټولنیزو رسنیو کې خبرداری ورکړی، چې د امریکا صبر په ختمېدو دی په خبره یې، د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وژلو اراده نه لري، خو د اوسېدو ځای یې ور معلوم دی.
اژانس ویلي، په داسې حال کې چې تر دې دمه امریکا په جګړه کې له مستقیم رول لرلو ډډه کړې، خو زیاته کړې یي ده، سیمې ته یې نورې جنګي الوتکې استولې دي.
ایران تر اوسه د ټرمپ څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته مهال ایراني رسنیو ویلي، اسرائیلو پر ایران خاوره هم بریدونه کړي دي او هلته یې د توغندیو یو مرکز په نښه کړی دی.
سرچینه :
حریت