اشغالګرو غزې ته د اوبو رسولو شبکې له منځه وړې دي
د غزې تړانګه کې دولتي رسنیو خبر ورکړى، چې اشغالګرو اسرائیلو د غزې لوېديځ او مرکز کې د اوبو رسولو دوه نل ليکې له منځه وړې دي.
د معلوماتو له مخې دغو نل ليکو کې د غزې ٧٠٠ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېدلې.
ها خوا حماس جهادي غورځنګ ويلي، د غزې ماشومان او د اشغالګرو بنديان د نتنياهو د هغو ارمانونو قرباني دي، چې غواړي په واک کې پاتې شي او له محاکمې تېښته وکړي.
حماس ويلي، د جګړې دوام د ملکي وګړو د لا زياتې قربانۍ او د اشغالګرو بنديانو برخليک نا معلوم لوري ته بيايي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو کې د جګړې د پاى او بنديانو خوشي کولو لپاره د حکومت ضد لاريونونه لا هم دوام لري، خو د اشغالګر رژيم مشر يې بيا پر وړاندې بې باکانه دريځ غوره کړى او پر جګړې ټينګار کوي.