حماس جهادي غورځنګ: مرکچي پلاوی یې قاهره کې بیا پر اوربند غږېږي

حماس جهادي غورځنګ: مرکچي پلاوی یې قاهره کې بیا پر اوربند غږېږي نړۍ
قاهرې ته د حماس تللی مرکچي پلاوی

فلسطین کې د حماس جهادي غورځنګ ویلي، قاهرې ته تللی مرکچي پلاوی یې د غزې دایمي اوربند، له غزې د اشغالګرو خروج او د بندیانو د تبادلې په موخه سفر کړی.

 د المیادین د خبر له مخې، د حماس غورځنګ له لوري د خلیل الحیاء په مشرۍ مذاکراتي پلاوی پرون شنبه قاهرې ته سفر کړی او هلته به له مصري او قطري منځګړو سره د غزې اوربند په موخه وغږېږي.

 یاد غورځنګ د مثبت چلند په عملي کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په غزه کې به د روانو وحشتونو مخنیوي لپاره هڅې ترسره کړي.

 فلسطین کې د حماس جهادي غورځنګ او اشغالګرو اسرائیلو ترمنځ د غزې تړانګې لپاره د اوربند هڅې وروسته له هغې نوي پړاو ته داخلې شوې، چې د اسرائیلو او اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو د یوې کتنې په مهال د غزې اوربند د او د بندیانو پر تبادله ټینګار وکړ.

تړلي موضوعات