امریکا کې چاودنه؛ ۲۴ کورونه زیانمن او شپږ تنه ټپیان شوي
د امریکا تګزاس ایالت کې د اور وژنې اداري څانګې ویلي، د یاد ایالت اړوند آسټېن ښار کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.
سي اېن اېن ټلوېزیون د راپور له مخې، چاودنه پرون یکشنبه په سیمه ییز وخت ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې د آسټېن ښار شمال لویدیځ لوري ته په یوه کور کې رامنځته شوې ده.
امنیتي مسؤلینو ویلي، د ټپیانو له ډلې د درې تنو روغتیایي وضعیت ښه نه دی او دا مهال په روغتونونو کې دي.
امریکايي رسنیو ویلي، د چاودنې غږ تر څو کیلومتره لرې اورېدل شوی خو د لامل په اړه لا ځايي چارواکو څه نه دي ویلي.