مالديف ولسمشر خپل هېواد ته د اسرائیلو پر داخلېدو د بنديز پرېکړه ليک تصویب کړ

مالديف ولسمشر خپل هېواد ته د اسرائیلو پر داخلېدو د بنديز پرېکړه ليک تصویب کړ نړۍ
مالدیف ته د اسرئیلیانو په وربندیز ولګېد

د مالديف ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ولسمشر يې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو د نسل وژنې په غبرګون کې تصويب کړى. 

الجزيرې ټلوېزيون د مالديف ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله خبر ورکړى، دا د اشغالګرو پر وړاندې د فلسطین ولس سره د دوى د کلک دریځ ښکارندويي کوي. 

سرچينې وړاندې ويلي، د مالديف حکومت د اشغالګرو له لوري غزه کې ټولوژنه او له نړېوالو اصولو د اشغالګرو سرغړونه غندلې او د حساب په ورکولو يې ټينګار کړى.

د مالديف حکومت داسې مهال دغه اقدام کوي، چې غزه کې د اشغالګرو له لوري ټولوژنې ته اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول عربي نړۍ، ملګري ملتونه او د بشري حقونو تش په نوم مدافعين يوازې د تمساح اوښکې تويوي.

تړلي موضوعات