پر یمن د امریکا وروستي بریدونه؛ ۲۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د یمن روغتیا وزارت ویلي، د یاد هېواد سور سمندر ساحل کې د تېلو پر یوه ترمینل راس عیسی د امریکا هوایي بریدونو کې ۷۴ تنو ژوند بایللی او ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د امریکا پوځ ویلي، پر راس عیسی یې د دې له کبله بریدونه کړي، چې د حوثي ځواکونو عایداتي سرچینې له منځه یوسي.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ سېنټکام هم ویلي، د دغو بریدونو موخه یې د حوثیانو اقتصادي سرچینو له منځه وړل وو.
حوثي ځواکونه چې د غزې پر ملاتړ وخت ناوخت سورسمندرګي کې د اشغالګرو او د هغوی ملاتړو په بېړیو باندې بریدونه کوي، چې له کبله یې اشغالګرو او ملاتړو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او امریکا هم په همدې غبرګون کې پر حوثیانو خونړي بریدونه کوي.