د پروان پولیسو له ښوونیز مرکز څه باندې ۶۰۰ منسوبین فارغ شول

د پروان پولیسو له ښوونیز مرکز څه باندې ۶۰۰ منسوبین فارغ شول افغانستان
پروان کې فارغ شوي منسوبین

کورنیو چارو وزارت وايي، د پروان پولیسو له ښوونیز مرکزه ۶۶۱ تنه منسوبین له مسلکي او عقیدتي زده‌کړو فارغ شول.

وزارت وايي، یاد منسوبین چې د پروان او پنجشېر ولایتونو په امنیتي حوزو کې جذب شوي و له دوه میاشتنۍ مسلکي او عقیدتي روزنې وروسته د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې چارواکو فارغ شويو منسوبینو ته خلکو سره د ښه چلند سپارښتنې کړې.

یاده دې وي، چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې زرګونه تنه نظامي منسوبین د ټولنې ښه خدمت په موخه په عقیدتي او مسلکي زده کړو سمبال شوي دي.

تړلي موضوعات