له امریکا سره د ایران اټومي پروګرام خبرې اترې؛ نن به یې دوهم پړاو په ایټالیا کې پیل شي

له امریکا سره د ایران اټومي پروګرام خبرې اترې؛ نن به یې دوهم پړاو په ایټالیا کې پیل شي نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایران او امریکا به نن شنبه د اټومي هوکړې لپاره دوهم پړاو خبرې د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل کړي.

دغه پړاو خبرې به د عمان په منځګړیتوب داسې مهال پیل شي، چې واشنګټن د ایران یورانیمو غني کولو په بشپړ بندیز ټینګار لري.

سرچینه زیاتوي د همدې پړاو خبرو لپاره د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي روم ته رسېدلی.

عراقچي پرون جمعه په روسیه کې ویلي و، ایران په دې باور دی که امریکا ژمن وي له دوی سره اټومي موافقې ته رسېدل ممکن دي.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ویلي، زه د ایران اټومي وسلو درلودلو مخنیوي لپاره یم او تهران نه شي کولی اټومي وسله ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره د ایران اټومي پروګرام موافقې لپاره غیري مستقیمې خبرې تېره اونۍ په مسقط کې ترسره شوې او دواړو لوریو د دوهم پړاو لپاره هیله مندي څرګنده کړې وه.

تړلي موضوعات