مسکو کې چاودنې د یوه روسي جنرال ژوند اخیستی
روسي چارواکو ویلي، د روسیې پلازمېنه مسکو ختیځ کې په درېدلي یوه موټر کې د ځای پرځای شوي بم چاودنې له امله د روسیې جنرال یاروسلاو موسکالیک ووژل شو.
د روسیې تحقیقاتي کمېټې ویلي، د مسکو په ختیځ د بالاشیخا ښار کې په دغه روسي جنرال د چاودنې په اړه څېړنې روانې دي.
الجزیرې انګلېسي څانګې د سرچینو په حواله ویلي، پېښه پرون جمعه رامنځته شوې او جنرال موسکالیک چې د روسیې وسلوالو ځواکونو د عمومي درستیز د عملیاتي ریاست مرستیال و، پکې وژل شوی دی.
سرچینه وايي، د پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د ډسمبر په میاشت کې د روسیې پوځ د کیمیاوي وسلو څانګې جنرال چې نوم ایګور کیريلوف یاد شوی و، مسکو کې د یوې بمي چاودنې له امله ووژل شو د هغې چاودنې مسؤلیت د اوکرایین استخباراتو منلی و.