ایران د امریکا پر پوځي اډو برید ته چمتووالی نیسي

ایران د امریکا پر پوځي اډو برید ته چمتووالی نیسي نړۍ
انځور ارشیف

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د باوري سرچینو په حواله راپور کې ویلي، ایران په سیمه کې د امریکا په پوځي اډو برید ته چمتووالی نیسي.

ایران پر امریکايي پوځي اډو داسې مهال برید ته چمتووالی نیسي، چې تر دې وړاندې امریکايي سرچینو سیمې ته د جنګي الوتکو د استولو خبر ورکړی و.

ورځپاڼې راپور کې زیاته کړې، چې امریکايي قوماندانانو د پراخې جګړې پېښېدو وېرې له امله سیمې هېوادونو کې خپل پوځیانو ته د تیارسۍ امر کړی دی.

الجزیرې ټلوېزیون په تازه راپور کې له اسرائیلو د پټو سرچینو له قوله ویلي، ممکن نن شپه امریکا پر ایران بریدونو کې له اسرائیلو سره ونډه واخلي.

تر دې وړاندې ایراني چارواکو څو ځلې خبرداری ورکړی و، چې د  واشنګټن له لوري دوی ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې به یې پوځی اډې په نښه کړي.

د ایران او اسرائیلو جګړې ډګر ته د امریکا بډې وهلو خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې واشنګټن د یوې ارزونې له مخې راپور کې ویلي، چې اسرائیل د امریکا له ملاتړ پرته یوازې د ۱۲ ورځو لپاره د توغندیو مقاومت کولای شي.

تړلي موضوعات