پوهنې وزارت: د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره ۱.۴۲ میلیارده افغانۍ مصرف شوې

پوهنې وزارت: د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره ۱.۴۲ میلیارده افغانۍ مصرف شوې افغانستان
انځور ارشیف

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، یاد وزارت تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد ۱۹ ولایتونو کې د ښوونیز نظام پیاوړتیا په موخه ۱ میلیارد ۴۲میلیونه او ۲۵۳ زره افغانۍ مصرف کړې دي.

ښاغلي حمزه ویلي، دغه اندازه پیسې د پوهنې وزارت بودیجې، همکارو بنسټونو، هېوادوالو او ملي سوداګرو له لوري برابرې شوي دي.

د معلوماتو له مخې په یادې بودیجې ۴۰ ښوونځیو او مدرسو لپاره ۴۰ نوې ودانۍ جوړې شوې او ۹۳ ودانۍ بیارغول شوې.

د پوهنې وزارت مسئولینو ټینګار کړی، چې یاد وزارت د هېواد ښوونیز نظام پیاوړتیا ته ژمن دی او له خپلو ټولو موجوده امکاناتو به د زده‌کوونکو ستونزو حل لپاره ګټه واخلي.

تړلي موضوعات