د غزې جګړه، ۴۸ ساعتونو کې تر ۸۰۰ زیاتو فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزې جګړه، ۴۸ ساعتونو کې تر ۸۰۰ زیاتو فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
انځور ارشیف

د غزې رسنیو مرکز ویلي، پر غزې د اشغالګر رژیم له لوري په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پرلپسې بریدونو له کبله ۱۸۳ تنه شهیدان او ۶۱۹ نور ټپیان شوي.

دا په غزې کې د نسل وژني په تاریخ کې تر ټولو ناوړه وضعیت بلل کېدای شي.

د غزژ رسنیو مرکز د وروستیو معلوماتو له مخې، غزه کې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر ۷ مې راهیسي د اشغالګر رژیم او ملاتړو په بریدونو کې ۵۶زره ۲۵۹ تنه شهیدان او ۱۳۲زره ۴۵۸تنه ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د غزې روغتیا وزارت ویلي، د غزې روغتونو کې ۴۷ سلنه اړین روغتیایي توکي په بشپړ ډول خلاص شوي په داسې حال کې چې اړتیا ۶۵ سلنه ده.

تړلي موضوعات