کارموندنې لپاره د ۲زره راستنېدونکو نومونو لېست شریک شوی
د کار او ټولنیزو چارو وزارت بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې ناسته کړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یاده ناسته کې یې دولتي ادارو سره د کارموندنې په موخه د شاوخوا ۲ زره تنو بېرته راستنېدونکو نومونو ځانګړی لېست شریک کړی.
یاده ناسته کې ویل شوي، چې د لېستونو لړۍ به دوام وکړي او دې برخه کې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور د پاملرنې غوښتنه شوې.
ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته ټول هېواد کې د بیرته راستنېدونکو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرام پراخولو، اقتصاد وزارت ته دمرستو جلب، صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د پانګونې په موخه د اسانتیاوو برابرولو او کرنې وزارت ته د کرنې برخه کې د روزنیزو پروګرامونو ترتیب دنده سپارل شوې.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت هېواد ته د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د لارښوود کتاب چاپ کړی، چې له مخې به یې هغه کډوال چې حرفوي وړتیا لري له اړوند ادارو سره د اړیکې له لارې خپله وړتیا شریکه او د دندې غوښتنلیک وسپاري.