افغان سفیر روسیه کې مېشتو افغانانو سره کتلي

افغان سفیر روسیه کې مېشتو افغانانو سره کتلي افغانستان
مسکو کې افغان سفیر هلته مېشتو افغانانو سره کتلي

مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن روسیه کې له مېشتو افغانانو سره تعارفي ناسته کې کوربه هېواد له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل ستایلي او ویلي یې دي، دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ ګڼو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.

افغان سفیر ویلي، د خپلو همکارانو په ملتیا به هڅه وکړي، چې کوربه هېواد کې د مېشتو افغانانو خدمت تر څنګ یې پر وخت ستونزو ته رسیدنه وکړي.

بل‌خوا روسیه کې مېشتو افغانانو دې کتنه کې د اسلامي امارت په اړه د روسیې د دریځ هرکلی کړی د دوی په خبره دا چاره به بېلابېلو برخو کې هلته د مېشتو افغانانو ستونزو د حل برخه کې اغېزمن رول ولري.

تړلي موضوعات