واشنګټن او متحدینو ته د مسکو خبرداری؛ له فشار راوړلو ډډه وکړئ!
د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان ګډو پوځي تمریناتو تر پیل وروسته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته تللی.
ټاس خبري اژانس وايي، لاوروف د شمالي کوریا بهرنیو چارو له وزیرې سره تر لیدنې وروسته امریکا او متحدینو ته خبرداری ورکړ، چې د روسیې او شمالي کوریا امنیت ته دې ګواښ نه پېښوي.
لاوروف ویلي، یاد درې هېوادونه دې خپلې اړیکې د فشار وسیلې په توګه نه کاروي.
نوموړي پر ایران د امریکا او اسرائیلو برید ته په اشارې ویلي، شمالي کوریا له وړاندې حالاتو زدهکړي کړې دي او چمتو دي چې له ځانه دفاع وکړي.
رسنۍ وايي، امریکا، جنوبي کوریا او جاپان پرون جمعه د کوریا ټاپوګانو کې هوايي تمرینات پیل کړي دي.
رویټرز لیکلي، د یادو هېوادونو دفاعي مشرانو ویلي و، چې دغه تمرینات یې د شمالي کوریا له لوري پېښېدونکو ګواښونو مخنیوي په موخه پیل کړي.