د غزې اوربند خبرې وځنډېدې

د غزې اوربند خبرې وځنډېدې نړۍ
راپورونه کاږي چې غزه کې د اوربند خبرې ځڼډېدلې دي

له دوحې دوو سرچینو نن شنبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلي ځواکونو د وتلو پر سر د غزې اوربند روانې خبرې اترې ځنډېدلې دي.

 اژانس د یوې فلسطیني سرچینې په حواله وايي، حماس جهادي غورځنګ هغه طرحه رد کړې چې له مخې یې دغه غورځنګ بې وسلې او ۴۰ سلنه خاوره د اسرائیلو تر کنټرول لاندې پرېږدي.

 راپور کې راغلي، حماس له اشغالګر رژیم غوښتي چې د دغه غورځنګ په خوښه تر ټاکلي ځایه شاتګ وکړي خو منل شوې نه ده.

 د اسرائیلو او حماس پلاوي د تېرې یکشنبې ورځې راهیسې په قطر کې دي څو د غزې جګړې پای لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.

 دغه خبرې اترې وروسته له هغې پیل شوې، چې امریکا، اسرائیلو او حماس ته د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز وکړ چې پکې د بندیانو خوشې کول هم شامل وو.

 غزه کې د اشغالګر اسرائیلو له لوري له شاوخوا ۲۱ میاشتو راهیسې نسل وژنه روانه ده او هره اونۍ پکې سلګونه بې ګناه فلسطیني وګړي ژوند له لاسه ورکوي.

تړلي موضوعات