وروستیو سېلابونو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

وروستیو سېلابونو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې افغانستان
ټول هېواد کې له زیانمنو سره د مرستو لړۍ دوام لري

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د روانې غویي میاشتې له شپږمې تر دې مهاله د وروستیو سېلابونو له کبله ۸ تنو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند مولوي محمد عبدالله جانان سایق ویلي، دغه مرګ ژوبله په کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، سمنګان، پنجشېر، لغمان، کونړ، بغلان، کندز، سرپل او پروان ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي جانان ویلي، چې په همدې موده کې د سېلابونو له کبله ۱۴۰ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوي او د ۲۰ جریبه کرنیزو ځمکو ترڅنګ په ټول هېواد کې ۲۰ کیلومټره سړکونه هم تخریب شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټولو ولایتونو پېښو ته د رسېدو ریاستونو ته یې لارښوونه کړې، چې د خپلو ټولو امکاناتو په کار اچولو سره پر وخت پېښو او زیانمنو ته رسېدنه وکړي.

په ورته مهال ښاغلي سایق ډاډ ورکړی، چې په ټول هېواد کې له زیانمنو سره د مرستو لړۍ دوام لري.

یاد وزارت زیاتوي، د هوا پېژندې ادارې د راپور له مخې په راتلونکو څو ورځو کې بیا هم په هېواد کې د بارانونو د اوریدو او له امله یې د سېلابونو د راوتلو اټکل شتون لري، چې د سیندونو پر غاړ استوګن یا ورته نږدې اوسیدونکي هیوادوال دي د ممکنه خطراتو پېښیدو ته چمتوالی ولري.

تړلي موضوعات