د ابراهیم رئیسي لومړۍ مرستیال د دوه میاشتو لپاره ولسمشر ټاکل شوی

د ابراهیم رئیسي لومړۍ مرستیال د دوه میاشتو لپاره ولسمشر ټاکل شوی سیمه
د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه ټاکل شوی

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبدالهیان د مرګ له مرینې وروسته د دې دواړو څوکیو لپاره نوي سرپرست مشران ټاکل شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رئیسي لومړی مرستیال  د دوه میاشتو لپاره د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه ټاکل شوی.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبدالهیان مرستیال وزیر علي باقري د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په دنده ګمارل شوی.

د ایران د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د مړینې یا نه شتون په صورت کې په ۵۰ ورځو کې دننه ټاکنې تر سره او نوی ولسمشر به ټاکل کېږي.

تړلي موضوعات