د سالنګونو لویه لار د واورې او توپان له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې

د سالنګونو لویه لار د واورې او توپان له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې افغانستان
د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو د مخنیوي په موخه په موقت ډول تړل شوې

د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د سالنګونو لویه لار تېره شپه ۸ بجې د واورې، شدید توپان او د لید ساحې د کموالي له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې. 

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لویه لار هېوادوالو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو د مخنیوي په موخه په موقت ډول تړل شوې.

ښاغلي حق شناس زیاته کړې، چې سالنګونو کې د تېرې شپې له ۱۱ بجو راپدېخوا واوره او شدید توپان پیل شوي، چې له امله یې د سالنګونو دواړو لوریو ته بند پاتې موټر د اړوند او ځایي ریاست د ساتنې او مراقبت ریاست له لوري انتقال او تخلیه شوي.

سرچینه زیاتوي، چې ټولګټو چارو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې پر دې لار تر دویمې خبرتیا پورې له تللو څخه ډډه وکړي.

تړلي موضوعات