د ا.ا او روسیې پراخ تعامل د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته کوي
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي، چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې لا وغوړېږي.
ښاغلي ژيرنوف ویلي، د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې ثبات او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
نوموړي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې جوړېدونکې نړېواله غونډه کې د ګډون بلنې ترڅنګ زیاته کړې، مسکو د افغانستان په اړه نړېوالو غونډو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې د کابل او مسکو اړیکې د دواړو خواوو په ګټه بللي، چې په سیمه کې د ثبات او پرمختګ لامل کېدای شي.
مولوي عبدالکبیر د کازان غونډه کې د روسیې له رسمي بلنې مننه کړې او له روسیې پانګوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.