د افغانستان او ایران وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ افغان وزیر اسرائـیلي بریدونه وغندل
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپل ایراني سیال ډاکټر سید عباس عراقچي سره د ایران او اسرائیلي رژیم ترمنځ وروستي وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
یاد وزارت وايي، چې افغان وزیر د ایران پر خاوره د اسرائيلي رژيم هوايي بریدونه، چې د نظامي مرکزونو ترڅنګ، عامه استوګنېزې سیمې هم په نښه شوې وغندل او دغه بریدونه یې د نړېوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض وباله.
دې خبرو کې مولوي اميرخان متقي له ايراني ولس سره په دې سخت وضعيت کې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلي رژیم د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ مننه کړې ده.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت پر ایران د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي وو او دا بریدونه یې د نړېوالو قوانینو خلاف بللي وو.