غزه کې ۱۰ زره شهیدان د نړېدلو ودانیو لاندې دي!

غزه کې ۱۰ زره شهیدان د نړېدلو ودانیو لاندې دي! نړۍ
غزه کې د اشغالګر رژیم بریدونو کې نړېدلې دوان

د غزې د ملکي تلفاتو ادارې خبر ورکړی، غزه کې د ۳۱۷ ورځنۍ جګړې له کبله لا هم ۱۰ زره فلسطینیان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

د دغې ادارې د خبر له مخې، غزه کې د روانې جګړې له پیله تر ۴۰ زره زیاتو شهیدانو له ډلې ۱۷۶۰ داسې شهیدان دي چې قبرونه یې هم نه دي معلوم.

د ورکړل شوي خبر له مخې لا هم د شهیدانو له ډلې اوه زره یې داسې دي چې خاورو ته نه دي سپارل شوي او اشغالګر یې د تدفین اجازه نه ورکوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهېسې غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو بریدونو کې تر ۴۰ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۰ زره نادرکه او ۹۲ زره ۶۰۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات