روسي پوځیان په دونتسک کې د پرمختګ ادعا کوي

روسي پوځیان په دونتسک کې د پرمختګ ادعا کوي نړۍ
د اوکراین دونتسک ښار

تازه د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکرایین دونتسک سیمې اړوند یو بل ښارګوټی یې هم نیولی دی. 

یورو نیوز دونتسک کې د روسي عسکرو د پرمختګ خبر د روسیې دفاع وزارت له قوله ورکړی دی. 

دونتسک د اوکرایین یوه له هغو څلورو سیمو ده، چې روسیه یې په ټوله سیمه د کنټرول درلودلو ادعا کوي او هغه یې د خپلې خاورې برخه ګرځولې. 

بلخوا اوکرایین بیا د روسیې دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، په هر قیمت چې وي له لاسه وتلې ټولې سیمې به بیرته نیسي. 

په دې ورستیو کې روسي ځواکونو دونتسک کې د پرمختګ ادعا کړې او وايي، د پوکروفسک ښار نیولو ته نږدې شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په دې وروستیو کې په دونتسک کې د پرمختګونو ادعا کړې او اعلان یې کړی، چې د پوکروفسک ښار نیولو ته نږدې شوي دي.

تړلي موضوعات