د روسیې بهرنیو چارو وزیر: افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخوو
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو شپږمه مشورتي غونډه کې ویلي، چې هېواد یې اسلامي امارت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا هڅه کوي.
لاوروف وایي، روسي شرکتونه د افغانستان کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د روسیې بهرنېو چارو وزیر دغه راز د امنیتی ګواښونو او نشه یي توکو برخه کې د اسلامي امارت له مبارزې ستاینه کړې ده
نوموړي زیاته کړې، چې سیمه او نړۍ کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته اقتصادي اتصال برخه کې د افغانستان ارزښت د پخوا پرتله زیات شوی دی.