د روژې درېیمه ډالۍ؛ د حضرت عمر رضی الله عنه څو نصیحتونه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضی الله عنه څخه وروسته د نړۍ د ټولو نه د لوی عادل شخص حضرت عمر رضی الله عنه دا څو غوره نصیحتونه او پندونه زموږ د ژوند یون او سمون راښیی. کېدای شي په عملي کولو سره یې زموږ د ښه ژوند سرمشق وګرځي.
۱ ـ ژړا نه کول د زړه سختۍ په معنی دی؛
د زړه سختي د ډېرې ګناه له امله دی ؛
ډېره ګناه د ډېرو غوښتنو له امله ده ؛
زیاتي غوښتنې د مرګ هېرولو له امله دي ؛
د مرګ هېرول د دنیا د مال سره د محبت له امله دی ؛
د دنیا د مال سره مینه د ټولو خطاګانو پیلامه ده .
۲ ـ خلک په بد لقب سره مه بولئ .
۳ ـ هره ورځ د الله څخه عفو وغواړئ.
۴ ـ الله تل د ځان ناظر وبولئ .
۵ ـ د ګناه لذت فاني او عذاب یې طولاني وبولئ .
۶ ـ بې له تحقیق څخه قضاوت مه کوئ.
۷ ـ اجازه مه ورکوئ چی ستاسو په حضور کی د چا غیبت وشي.
۸ ـ صدقه ورکوئ، د خلکو جیب ته سترګي مه نیسئ.
۹ ـ زړه ور اوسئ، مړینه یو ځل راځي.
۱۰ ـ هڅه وکړئ چی تر ځان وروسته ښه نوم پریږدئ.
۱۱ ـ دین پالنه ډېره سخته مه نیسئ ( یعنې په دین کی سختي مه کوئ ) .
۱۲ ـ د علماوو او پوهانو سره د ښه عمل له لارې اړیکي ولرئ .
۱۳ ـ انتقاد ومنئ.
۱۴ ـ مکار او حیله ګر مه اوسئ.
۱۵ ـ د کمزورو ملاتړي اوسئ.
۱۶ ـ که څوک پور نه درکوي ، نو مه یې ترې غواړئ .
۱۷ ـ نېک عمله مړه شئ.
۱۸ ـ ځان د دین له پاره الله ته مسؤل وګڼئ.
۱۹ ـ فحاش او سپک مه اوسئ.
۲۰ ـ تر خپل طاقت اضافه عبادت مه کوئ .
۲۱ ـ زړه سوانده اوسئ.
۲۲ ـ د قرآن ملګري اوسئ.
۲۳ ـ څومره چی کولی شئ د خلکو د ستونزو هوارونکي اوسئ.
سبحان الله . دا هره فقره د سوکالۍ ، خوښۍ او نېکمرغۍ خوا ته مزل دی. که موږ د دوهم خلیفه همدا لارښووني او نصیحتونه عملي کړو، تر ډېره به مو ځان او ټولني ته ستر دنیوي او اخروي خدمت کړی وي. بس یوه پاکه اراده او فیصله غواړي.