نوې څېړنه: اسلام د نړۍ تر ټولو چټک خپرېدونکی دين دی، پيروان يې څومره دي؟

نوې څېړنه: اسلام د نړۍ تر ټولو چټک خپرېدونکی دين دی، پيروان يې څومره دي؟ اسلامي

يوې نوې څېړنې ښودلې چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ موده کې د اسلام مبارک دين نړۍ کې تر ټولو دينونو چټک وده کوونکی دين دی، چې ستر لامل يې د نورو دينونو د پيروانو په پرتله مسلمانانو کې د زېږون لوړه کچه ده.

د پيو (Pew) څېړنيز مرکز په دې څېړنه کې ويل شوي چې مسلمانان نن سبا د نړۍ ۲۵.۶ سلنه اوسېدونکي تشکيلوي، چې په نصرانيانو پسې دا تر ټولو لوړه شمېره ده، نصرانيان د نړۍ ۲۸.۸ سلنه ښودل شوي دي.

سره له دې چې نصرانيان د دغې سلنې يا شمېرو له مخې تر ټولو ډېر برېښي، خو څېړنه ښيي چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله د نصرانيانو نړيواله سلنه کې کمښت راغلی دی، چې د هغوی زړښت، لږ زېږون او په بشپړ ډول د دين پرېښودل په کې دي، چې مليونونه وګړو يې په ياده موده کې خپل دين پريښی دی.

څېړنې زياته کړې ده، چې مسلمانانو کې د نفوس وده په کلنۍ توګه ۲ سلنه لوړه شوې ده چې دا د ټولو نورو دينونو ترمنځ تر ټولو لوړه کچه ده. څېړونکو د دې لامل د مسلمانو ځوانانو ډېرښت او د زېږون ډېروالی بللی دی.

څېړنه له ۲۷۰۰ په ډېرو تحليلونو بنا ده چې په ۲۰۱ هېوادونو او سيمو کې ترسره شوي دي. پايلو کې ويل شوي چې د پيروانو د شمېر له مخې نصرانيت لا هم د نړۍ ستر دين بلل کېږي، خو په ۲۰۱۰ کې يې نړيواله سلنه ۳۰.۶ وه او اوس ۲۸.۸ ته راښکته شوې ده، چې ستر لامل يې د پيروانو له لوري د دې دين پرېښودل دي.

څېړنې دې ته هم اشاره کړې چې نړۍ کې د هغو خلکو شمېر هم مخ په زياتېدو دی چې د دين په اړه هيڅ معلومات نه لري او د هيڅ دين پيروان نه دي، دا په دې معنا نه چې دوی ټول ملحدين دي، بلکې دا چې د دين په اړه يې هيڅ فکر نه دی کړی.

بودايان د نړۍ په مخ تر ټولو ډېر کم شوي ښودل شوي. هندوان په خپل حالت پاتې او يهودان داسې ښودل شوي چې وده يې له نړيوالې سلنې ښکته ده او ټوله نړيواله سلنه يې ۰.۲ ښودل شوې ده.

د يادونې وړ ده چې اسلام په خپل راتګ سره پخواني ټول اسماني دينونه منسوخ کړي او ټول انسانان يې د وروستي پېغمبر منلو ته رابللي دي. سره له دې چې په دې دينونو کې اوس هم د نصرانيت او يهوديت پيروان په نړۍ کې شته دي، خو له دې امله چې پيروانو يې دا دينونه په سخت ډول تحريف کړي دي، هيڅ عاقل انسان په دې قناعت نه شي کولی چې اوسنۍ نسخه يې د يوه اسماني دين په توګه ومني. په ځانګړي ډول د نصرانيت پيروانو چې کله هم د خپل دين په اړه فکر کړی دی، نصرانيت يې پريښی او ډېری يې اسلام ته داخل شوي دی، چې دا د هغوی د مسلمانېدو له کيسو په ډاګه څرګندېږي.

تړلي موضوعات