د اوبو د څښلو ناپېژندل شوې ګټې؛ اندېښنې او خپګان له منځه وړي
دې کې خو شک نه شته چې د انسان بدن اوبو ته سخته اړتيا لري او ډاکټران تل دا مشوره ورکوي چې سړی بايد د ورځې په اوږدو کې کافي اندازه اوبه وڅښي چې يو سالم او متوازن بدن ولري.
سره له دې چې څېړنې اوبه څښل د انسان د بدني روغتيا لپاره مهم بولي، خو د «Psychology Today» وېبپاڼې له راپور سره سم نوې څېړنې دا هم ښيي چې دا کار د اندېښنو، خپګان او نورو رواني ستونزو په وړاندې مثبتې اغېزې لري او دا هغه څه دي چې ډېری خلک لا ترې خبر نه دي.
د ناکافي اوبو څښلو بدني تاوانونه
ډاکټر «کلاي ډرینکو»، چې د رواني روغتیا په اړه یې يو کتاب هم لیکلی وايي: «هغه څېړنې چې د اوبو څښلو بدني ګټې ښيي، له هغو ډېرې دي چې له رواني حالت سره اوبو څښلو ته تړاو ورکوي. دا عجيبه نه ده چې بدن کې په سخت ډول د اوبو کمېدل د سرګردانۍ، ګډوډۍ او د معافيتي سيستم، ګردو او هاضمي سيستم د فعاليت د کمزوري کېدو لامل وګرځي. ځکه په سخته توګه د بدن د اوبو کمېدل سړی بېړني حالت ته وړي او هرو مرو يې بايد مخنيوی وشي».
ډاکټر زياتوي چې په لږه اندازه د بدن د اوبو کمېدل هم د بېلا بېلو ناروغيو لکه سردرد، هيجاني کېدل، بدني سستيا او د ذهني دندو د کمزوري کېدو لامل کېږي.
د لږو اوبو څښلو رواني اغېزې
تر دې دمه لږ تر لږه دوو څېړنو د انسان بدن کې د لږې اندازه اوبو کمېدو رواني اغېزې څرګندې کړې دي، چې لومړۍ يوه هسپانوۍ څېړنه ده او په ۶۵ ښځينه محصلانو ترسره شوې ده او بدن کې د اوبو د لږې اندازې کمښت او د ذهني ګډوډۍ ترمنځ يې اړيکه په ګوته کړې ده.
څېړنه کې ګډون کوونکو ۹۰ سلنه ګډونوالو هغه اندازه اوبه نه وې څښلې چې له بدنه وتلې اوبه يې بېرته پوره کړي او له امله يې ډېری دغه ګډونوال بدن کې د اوبو له لږې اندازې کمښت سره مخ وو، خو د ذهني ګډوډۍ او اضطراب کچه يې له نورمال اندازې لوړه تللې وه.
بله څېړنه چې له ۳۰۰۰ ډېرو ګډونوالو په کې ګډون درلود، هم په همدې ترسره شوې وه چې لږې اوبه څښل د خپګان او سرګردانۍ د ډېرېدو لامل ګرځي که نه؟ ګډونوال په درېيو ډلو وېشل شوي وو:
- هغه کسان چې د ورځې له دوو ګیلاسونو لږې اوبه څښي.
- هغه کسان چې د ورځې له دوو تر پنځو ګیلاسونو اوبه څښي.
- او هغه کسان چې د ورځې له پنځو زیات ګیلاسونه اوبه څښي.
د څېړنې پايلو وښوده چې د اوبو څښلو د اندازې او خپګان تر منځ منفي اړیکه شته، یعنې هر څومره چې یو څوک لږې اوبه وڅښي، هغومره په کې د خپګان نښې زیاتې وي.
ډاکټر «کلاي ډرینکو» وايي:
«زه هیله لرم چې تاسو به لږ تر لږه په دې قانع شوي یاست چې د ورځې په اوږدو کې کافي اندازه اوبه څښل د سردرد، ستړیا، د بدن او ذهن کمزوري فعالیت او ان د اضطراب او خپګان په وړاندې یوه ارزانه او ګټوره تګلاره ده».
د بدن د اوبو پوره ساتلو لپاره لارښوونې:
- سهار له بیدارېدو سره سم یو ګیلاس اوبه وڅښئ.
- د هر ځل خوړو پر مهال اوبه وڅښئ.
- د ورزش کولو په وخت اوبه وڅښئ.
- کومه ورځ مو که تر ټاکلې اندازې اوبه وڅښلې نو خپل ځان ونازوئ او انعام ورکړئ.
- له ملګرو یا همکارانو سره د اوبو څښلو کې سيالي وکړئ او يو بل وهڅوئ چې تر ټاکلې اندازې اوبه وڅښي.