سراج الدین حقاني؛ د امت د زړه له تله راوتلی نوم!
نن د کورنیو چارو محترم وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني/ سراج الامت د ټولو امارتي ادارو د دفتر رئیسانو لپاره د جوړ شوي سیمنار د پای غونډې د فضاء رنګ د خپل حضور په برکت سره بدل کړ. دا یوازې حضور نه و، بلکې یو عبوري حالت و، د دفتر له فضاء د سنګرونو تر ګردجنو خاطرو، د وینا له ژبې د زړونو تر تله...
د سمینار ځیني ګډون وال مخکې هم د خلیفه صاحب د لیدو له اعزازه برخمن وو؛ ځینو نورو بیا د لومړي ځل لپاره د هغه د لیدو شرف او اعزاز حاصلاوه. د خلیفه صاحب په څېره کې د سنګرونو د بریا او سختۍ کیسې، د شهیدانو ارمانونه، د جهاد د لارې ستړیاوې، د مظلومیت زغم، د خپلوانو او ملګرو د فراق دردونه، د صحابه کرامو د نقش قدم ژوندی انځور، له نظام سره بېمثاله اخلاص، د مشرانو مطلق اطاعت او د قهرمانۍ زرين داستانونه ټول ژوندي انځور شوي وو.
د خلیفه صاحب کرزماتیک شخصیت، چې پر ملیونونو زړونو پاچاهي کوي، له خلیفه سره د مسلمانانو د محبت او مینې په اړه د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئيس شیخ حلیم صاحب وویل، د مسلمانانو په زړونو کې د خلیفه صاحب محبت الهامي دی، چې الله تعالی د خلکو په زړونو کې وراچولی.
کله چې خلیفه صاحب موږ مخاطب کړو، د هغه خبرې نه یوازې په غوږونو بلکې د وجود په هرې برخې او د زړه په غوږونو اورېدل کېدې او په خپلو خبرو کې یې وویل:
د دفتر ریاستونه د وزارتونو د مقام دروازې دي، کوښښ وکړئ کارونه په خپل وخت سره په ښه توګه سرته ورسوئ، له اداري کارونو سره ځان بلد کړئ، په کوم کار که نه پوهیدئ په زده کولو یې مه شرمېږئ.
اجتماعی روابط زده کړئ، له خلګو سره نیکه رویه کوئ او د خلکو منازل وپيژنئ .
له هرې جملې او سپارښتنې یې دا جوتېده، چې د تجربې، اخلاص او پر خپل ځان د تطبیق له سپېڅلتیا ډکه ده او د هغو خلکو په څېر نه دی، چې الله تعالی یې په اړه فرمايي: یا ایها الذین امنو لم تقولون ما لا تفعلون.
ځینو ته الله تعالی د مشرۍ چانس ورکړی وي؛ خو د مشرۍ او رهبرۍ له ظرفیت او صفاتو بې برخې وي، د لوړو اهدافو د تعقیب پر ځای په غیر اختیاري ډول په ځان ښودلو، وړو سیالیو، د واک او ځواک په نمایش، د نورو د کم راوستلو او ځان مطرح کولو په ناوړه صفت اخته وي.
خو...
الله تعالی خلیفه صاحب ته یو ځانګړی مقام او راز ورپه برخه کړی، چې نه په ښوونځي کې زدهکېږي، نه په غونډو او نه په قوماندو ترلاسه کېږي، بلکې دا راز د دعاوو، دردونو، سنګرونو، د الله تعالی په لار کې د بېخوبیو او ستړیاوو او الهي بندهګي مېوه او ثمره ده.
هغه یو رهبر نه بلکې د ملت یو احساس، یو مسیر او یو درس دی. هغه ته الله تعالی د پیوند کولو، د خلکو را ټولولو، لوړو اهدافو ته د سوق کولو جلا هنر ورکړی، خلیفه صاحب په یوه وخت کې دیني عالم، بې جوړې ولسي مشر، د مجاهدینو امیر، رهبر او غوره مدیر دی. الله تعالی دې زموږ د دې سترې هستۍ ساتنه وکړي.