هلمند کې د ماشومې نجلۍ نکاح؛ د ماشومې پلار او هغه سړی نیول شوي
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یوه کم عمره ۷ کلنه ماشومه نجلۍ د خپل پلار لخوا یو ۴۵کلن سړي ته د پیسو په بدل کې په نکاح ورکړل شوې وه؛ چې اوس د ماشومې پلار او یاد سړی نیول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې د هلمند امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسؤلینو د موضوع له څېړلو وروسته سمدلاسه د ماشومې پلار او یاد کس نیولي دي.
ښاغلی خیبر زیاتوي، ماشومه نجلۍ چې له خپل پلار څخه یاد کس ته سپارل شوې وه، د ریاست د مداخلې وروسته دا عمل درول شوی او دواړه نیول شوي کسان د شرعي فیصلې لپاره محکمې ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې هلمند کې دې ۴۵ کلن کس ته د ۷ کلنې ماشومې نکاح موضوع تېره ورځ توند غبرګونونه په ټولنیزو رسنیو کې راوپارول او ټولنیزو رسنیو کاروونکو له حکومت وغوښتل چې دې مسلې ته رسېدنه وکړي.