د اسلامي امارت پلاوی د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه هرات ته تللی
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه هرات ولایت ته تللی.
د معلوماتو له مخې، تللی پلاوی به اسلام کلا بندر ته سفر وکړي او له نږدې به ایران څخه د راغلو کډوالو وضعیت و ارزوي.
د هرات ولایت مسئولینو په خبره، هره ورځ د اسلام کلا بندر له لارې له ایرانه تر ۳۰ زرو افغان کډوال هرات ولایت ته دننه کیږي.
د یادونې ده، چې تېرو څو ورځو کې د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې کډوال له ایران هېواده هرات ته راستانه شوي دي.