ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که اټومي موافقه ونه کړي بمبارد به یې کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه له واشنګټن سره موافقه ونه کړي د نورو بندیزونو ترڅنګ به یې سخت بمبارد کړي.
ټرمپ له اېن بي سي نیوز سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې پر ایران به د تعرفو لوړولو په برخه کې دوه اونۍ صبر وکړي په خبره یې د ایران منفي ځواب په صورت کې به داسې بمبارۍ وویني چې له دې مخکې لیدلې نه وي.
رویټر خبري اژانس وايي، ایران له امریکا سره د اټومي مذاکراتو په اړه مستقیمې خبرې اترې رد کړې دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې وروسته له هغه زیاتې ترینګلې شوې چې ټرمپ په یوه لیک کې د ایران له مذهبي مشر ایات الله خامنه اي څخه غوښتي و، چې د اټومي مذاکراتو په اړه مخامخ لیدنې ته چمتو شي خو ایران له دغه لیک وروسته د عمان له لارې په ځوابیه لیک کې ټینګار کړی و، چې د فشار تر شرایطو لاندې به له دوی سره مستقیمې خبرې ونه کړي.